Home » سیمه او نړی » کوټه کې یوه چاودنې ۴ کسان ووژل او ۱۲ یې ټپیان کړل
رویداد خبري آژانس

کوټه کې یوه چاودنې ۴ کسان ووژل او ۱۲ یې ټپیان کړل

د پاکستان په کوټه ښار کې د سرینا هوټل په پارکنګ کې په بمي چاودنه کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستاني چارواکي وایي، په دې پېښه کې چې تېر ماښام شوې ۴ کسان  وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي چې د ځینو وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د پولیسو افسر په وینا د سرینا هوټل مخته څو ولاړ موټر په دې پېښه کې وسوځېدل.

تحریک طالبان چې په پاکستاني طالبانو مشهور دي د دې پېښې مسؤلیت ومانه او ویې ویل چې د چارواکو په نښه کولو نیت یې درلود.

په دې هوټل کې د چین سفیر اوسېده، خو د پېښې پر مهال په هغه ځای کې نه وو.

دا خبره د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ځایي رسنیو ته وکړه.

چینایي چارواکو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...