د امريکا متحده ايالاتو په کولوراډو ايالت کې د پنجشنبې له ورځې را په دېخوا د اور لګېدنې له امله چې پرون شنبې د (مرغومي تر ۱۱مې) يې دوام درلود، ۹۹۱ کورونه وېجاړ کړي دي.
چارواکو ويلي، د پلټنو په ترڅ کې د درو کسانو جسدونه هم په هغو کورنو کې موندل شوي، چې د اور له امله وېجاړ شوي دي. د کلوروډا چارواکو ويلي، چې يو شمېر کسان لا هم بې درکه دي او د موندلو لپاره يې پلټنې پيل شوي دی؛ خو د دوی په خبره، د موندنې دغه چاره ښايې د واورې موجوديت له امله پېچلې او سخته وي.
د راپورو له مخې په کولوراډو ايالت کې دې اور تر دې مهال ۶زره جرېبه سيمه اغېزمنه کړې ده او په ياده سيمه کې مېشت زرګونه کسانو خپل کورونه پرېښي.
ولسمشر جوبايډن دغه اور لګېدنه ناورين بللی او له اغېزمنو خلکو او سوداګريو سره د مرستې په موخه يې له فدرالي فنډ د استفادې لارښوونه کړې ده.