د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل اووريز نړيوالو جام د لوبو په ترڅ کې، خپل څلورمه لوبه د هند کرکټ ملي لوبدلې ته وبايلله.
په پيل کې د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه. هند لوبډلې د شلو اوورونو په لوبولو او د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره، افغان لوبډلې ته ۲۱۱ منډې هدف ورکړ.
د هند له لوري د ۲۱۱ منډو هدف اېښودل، د نړيوال جام په روان سياليو کې تر ټول لوړی هدف دی. خو افغان لوبډلې بيا د خپلو اوو لوبغاړو په سوځېدو او د شلو اوورونو په لوبولو سره، ۱۴۴ منډې جوړې چې په دې توګه هند لوبډلې ته يې د ۶۶ منډو په توپير لوبه وبايلله.
د يادې لوبې په کولو سره افغانستان ټولټال څلور لوبې کړي چې دوې يې ګټلي او دوې نورې هغه يې بايللي دي. د پرونۍ لوبې په ګټلو سره په نړيوال جام کې نيمه پايلوبې ته د هند لوبډلې د وتلو په اړه هيلهمندي تازه شوې ده.