د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ادعا کړې، چې پاکستان له زدهکړو او تحصيل څخه د افغان نجونو په محرومولو کې لاس لري او زياتوي چې طالبانو د نجونو ښوونځي د پاکستان په امر تړلي دي.
نوموړي له شپېګل جرمنۍ مجلې سره په مرکه کې، چې پرون جمعه د (زمري په ۱۴مه) خپره شوې ويلي، طالبان نه شي کولی د افغانانو ۲۰ کلنې لاسته راوړنې له پام وغورځوي.
نوموړي د نجونو پرمخ د ښوونځيو تړل د افغانستان د منزوي کېدو په مانا وبللي او زياته يې کړه، چې د نجونو له زدهکړو پرته افغانستان پر خپلو پښو نه شي درېدلای.
کرزي زياته کړې، چې په دې توګه د پاکستان موخه په سيمه کې د يوه بېثباته، کمزوري او بېوزله افغانستان ساتل دي څو په خبره يې د پاکستان دولت ته خطر پېښ نه کړي.
نوموړي ويلي، چې يو شمېر طالب چارواکي هم د دې پلويان دي چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيستل شي. کرزي د نجونو د زدهکړو په تړاو زياته کړې، چې نجونو او هلکانو زدهکړې کړي او له همدې کبله د افغانستان ټولنه موډرنه شوې، د رسنيو ازادي خوندي وه او هرې رسنۍ د يادې ازادۍ په چوکاټ کې فعاليت درلود او د کرزي په خبره دا ازادي طالبان له خلکو نه شي اخيستلای.
نوموړي ويلي، تر اوسه هېڅ طالب چاواکي د نجونو پر مخ د ښوونځيو بندلو په تړاو خلکو ته قانع کوونکی دليل نه دی وړاندې کړی؛ خو زياتوي چې د بيا پرانيستې په موخه يې طرحه د طالبانو له رهبرۍ سره شريکه شوې ده.
بلخوا حامد کرزی وايي، که طالبان له نړيوالو څخه د رسميت ترلاسه کولو په هڅه کې وي، نو ښه دا ده چې لومړۍ په افغانستان کې بشري حقونو ته درناوی وکړي.
نوموړي ټينګار کړی چې طالبان بايد د بښنې فرمان د مخکينيو نظام پر وړاندې علي کړي او ګني په خبره يې له دې پرته افغانستان نه پرمختګ کولی شي او نه هم تلپاتې سولې ته رسېدای شي.
کرزي له هېواد څخه دباندې خپل سفر هم ته اشاره کړې او ويلي يې دي، چې دامهال په کور کې دننه بندي دی او نه شي کولی چې له کابل دباندې ووځي.