Home » افغانستان » کرزی: د نظام ثبات لپاره طالبانو ته د ملي يووالي توصيه کوم

کرزی: د نظام ثبات لپاره طالبانو ته د ملي يووالي توصيه کوم

پخواني ولسمشر د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزير محمد خالد حنفي وروستيو څرګندو ته په اشارې سره ويلي چې د نوموړي څرګندونې په تبصره کولو نه ارزي.

کرزي زياته کړې چې په اوس په کې يې طالبانو ته توصيه دا ده، چې د يوه باثباته نظام او د هېواد عزت په موخه ملي يووالي او اتفاق اتحاد ته اړتيا ده.

محمد خالد حنفي په خپلو وروستيو څرګندونو کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، پخوانی اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله او د مشرانو جرګې پخوانی رئيس فضل‌هادي مسلميار مجرمان بللي و.

د حنفي دې څرګندونو په کوردننه د عامو خلکو غبرګونونه هم راپورته کړي او ويلي يې دي چې اسلامي امارت دې په کابينه پر خبرو پوه کسانو ته ځای ورکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...