پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، اسلام ښځينه او نارينهوو ته د زدهکړو حق ورکړی او زياتوي چې په افغانستان کې بايد د نجونو د زدهکړو او د ښځو د کار حق د ديني اصل سره سم خوندي او معامله پرې ونه شي.
نوموړي له CNN ټلوېزيون سره په تازه مرکه کې ټینګار کړی، چې د نجونو د زدهکړو او کار حق پر وړاندې بايد هېڅ ډول پلمه موده نه وي او په خبره يې په يادو برخو کې بايد لا ډېرې وهڅول شي.
کرزي د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ايا په راتلونکي حکومت کې دی او ډاکټر عبدالله عبدالله ونډې اخيستلو ته لېوال دي؟ ويلي، په هېڅ صورت نه غواړي چې ډاکټر عبدالله او دی د يوه ګډ حکومت برخه وګرځي.
نوموړي ټينګار کړی چې په حکومت کې يې ګډون وخت تېر کړی او په راتلونکي حکومت کې د دوی حضور ته اړتيا نشته او دوی به هم په ياد حکومت کې ونډه وانخلي.