د امريکا CNN ټلوېزيون راپور ورکړی چې د امريکا مرستيالې ولسمشرې کاملا هېرېس پرون جمعه د (لړم په ۲۸مه) له بشپړ واک او مسووليت سره د يو ساعت او ۲۵ دقيقو لپاره د امريکا د دولت رياست په غاړه اخيستی و.
د راپور له مخې، ميرمن هېرېس د امريکا په سياسي تاريخ کې لومړۍ ميرمن شوه چې د يوې جنوبي اسيا هنديالاصله تور پوستې او د امريکا سرپرست ولسمشرې په توګه يې د دغه هېواد د دولت بشپړ واګې په لاس کې لرلې او مديريت يې کړې.
ولسمشر بايډن د خپلې کلنۍ روغتيايي معاينې پرمهال له بېهوښه کولو وړاندې خپل ټول مسووليتونه او واکونه مرستيال ولسمشرې کاملا هېرېس ته ورسپارل او په دې توګه کاملا هېرېس د محدود وخت لپاره د امريکا د دولت په راس کې د لومړي کس ځای ناستې شوه.
د سپينې مانۍ وياندې جېن ساکي بيا خبر ورکړی چې ولسمشر بايډن له معاينې وروسته د سهار مهال په ۱۱ بجو او ۳۵ دقيقو د کاملا هېرېس له لوري بېرته خپلې واکونه او مسووليتونه ترلاسه کړل.