په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو د موټرو پر کاروان بمي چاودنه شوې او په ترڅ کې يې يو شمېر پوځيان وژل شوي او ټپيان شوي دي.
يوې پوځي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، ياده چاودنه د پرون دوشنبه د (مرغومي په ۱۳مه) د شمالي وزيرستان د سپين وام اړوند په مده خېلو کلي کې شوې ده.
د سرچينې په خبره، چاودنه په سړک کې د ښخ شوي ماين په وسيله هغه مهال رامنځته شوه چې د پاکستاني پوځيانو د موټرو کاروان له سيمې د تېرېدو په حال کې و.
دې سرچينې په ياده چاودنه کې يوازې د دوو پاکستاني پوځيانو د ټپي کېدو خبر تائيد کړی دی؛ خو ځايي اوسېدونکي وايي، چاودنه ډېره زوروره وه او له پېښې څو شېبې وروسته يې د ګڼو پاکستاني پوځيانو جنازې د لېږدولو پرمهال ليدلي دي.
تحريک طالبانو پاکستان بيا د يادې چاودنې مسووليت په غاړه اخيستی او دې ډلې هم په دې اړه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره، په ياده چاودنه کې ګڼو پاکستاني پوځيانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.