روسي چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير پوتين به په راتلونکو ورځو کې له خپل امريکايي سيال جوبايډن سره د افغانسان وضعيت او اړوند نورو مسئلو په اړه خبرې وکړي.
د کريملېن يوه سلاکار اوشاکوف پرون جمعه د (لېندۍ په ۱۲مه) ويلي، چې ټاکل شوې دا لېدنه په انلاين ډول ترسره شي او د ترسره کېدو لپاره يې په راتلونکو ورځو کې يوه احتمالي نېټه هم غوره شوې. نوموړي ويلي چې د لېدنې ياده نېټه ښايي د واشنګټن له لوري تائيد شي.
اوشاکوف زياته کړې، ولسمشر پوتين به له ولسمشر بايډن سره د افغانستان، لېبيا، سوريې، ايران او يو شمېر نورو هېوادونو اړوند مسايلو په اړه خبرې وکړي.
نوموړي دا هم ويلي، چې پوتين غواړي بايډن ته د امنيتي ضمانيتونو د ځانګړې طرحې خبره هم ورياده کړې چې پر بنسټ يې د ختيځ پر لور د ناټو سازمان د نفوذ پراختيا مخه نيول کېږي او روسيه يې خپلو ګاونډيانو ته ګواښ بولي.