Home » اقتصادی » په میدان وردګو کې د اوبو یوه کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
رویداد خبري آژانس

په میدان وردګو کې د اوبو یوه کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د میدان وردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ محمد نورخېلو سیمه کې د ۱.۸ میلیونو افغانیو په لګښت د ولسي تړون ملي پرګرام له لوري د کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه د اوبو یو کانال چې ۱۸۷ متره اوږدوالی او ۵۵ متره محافظوي دېوال هم لري د رغېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه ولایت رسنیو دفتر له لوري په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دې کانال د رغېدو لس سلنه ونډه د پراختیایي شورا او پاتې نور یې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له پراختیایي بودجې څخه ورکول شوې ده چې له دې کانال څخه به د سیمې ٨٢ کورنۍ په مستقیم او غیر مستقیمه توګه ګټه واخلي.

د یاد دفتر د معلوماتو له مخې په راتلونکې کې به شااوخوا ١٥٠ جریبه کې کرنیزې ځمکې ته په سمه او منظمه توګه اوبه ورسیږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...