په پنجشېر کې د يوه ځوان د وژنې په غبرګون کې پيل شوي لاريون تر بېګا ناوخته پورې دوام درلود او د وژل شوي کس لپاره يې د عدالت غوښتنه کوله.
لاريونوالو له رسنيو سره په خبرو کې ادعا کړې چې محمد اقا د اسلامي امارت ځواکونو له لوري په نښه او په ډزو وژل شوی دی. خو د پنجشېر ځايي چارواکو بيا خبر ورکړی چې ياده قضيه به په جدي توګه تعقيب شي.
د پنجشېر امنيت امر عبدالحميد خراساني چې پرون يکشنبه د (مرغومي په ۵مه) لاريون ته ورغلی و ډاډ ورکړ، چې پر جنايت مرتکب کېدونکي کسان نيول کېږي او د تل په څېر سزا ورکول کېږي.