پاکستاني چارواکي خبر ورکوي چې د دغه هېواد پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې د لاريون پرمهال د تحريک لبېک مذهبي ډلې او پوليسو ترمنځ تاوتريخوالی شوی دی.
د تحريک لبېک ډله وايي، کلونه کېږي چې حکومت ورسره کړې ژمنې نه دي عملي کړي او پلويان يې محبور شوي چې اسلاماباد ته په لاريون لاړ شي.
د دې ډلې وياند صدام بخاري رسنيو ته ويلي، تحريک لبېک د پاکستان له حکومت څخه درې غوښتنې لري چې د دغه تحريک د نيول شوي مشر سعد حسېن رضوي، د تحريک نورو پلويانو خوشې کېدل او دغه راز له پاکستان څخه د فرانسې سفير شړل په کې شامل دي.
د دې ډلې سلګونه پلويانو پرون له لاهور څخه د اسلاماباد په لوري په اعتراض روان شول چې په لاره کې يې د پوليسو له لوري مخه ونيول شوه. له دې سره سم د تحريک لبېک پلويانو پر پوليسو د ډبرو ګزارونه پيل کړل او پوليسو پرې اوښکې بهوونکی ګاز وکاروه.
په دې ترڅ کې د رامنځته شوي تاوتريخوالي له امله، د چارواکو په وينا درې تنه پوليس وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي. تر اوسه رسمي سرچينو د لاريونوالو د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه شمېري نه دي خپرې کړي.
له دې وړاندې د پاکستان کورنيو چارو وزير شېخ رشيد ويلي و چې د تحريک لبېک په غوښتنه د فرانسې سفير له هېواد نه شي شړلی؛ ځکه د نوموړي په خبره دا کار د دواړو هېوادونو پر اړيکو پورې تړلې مسئله ده.
تحريک لبېک دين ته د سپکاوي خاکو د خپراوي له امله له پاکستان څخه د فرانسې سفير د شړلو غوښتنه کوي.