Home » سیمه او نړی » پاکستاني طالبان: اوربند نشته او د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې بريدونو ته دوام ورکوي

پاکستاني طالبان: اوربند نشته او د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې بريدونو ته دوام ورکوي

تحريک طالبان پاکستان يا TTP هغه راپورونه په بشپړه توګه رد کړل چې ګواکې د پاکستان پوځ او امنيتي ځواکونو پر وړاندې يې د ۲۰ ورځني اوربند له مخې جګړه درولې ده.

د دې ډلې وياند محمد خراساني تازه رسنيو ته په يوه لېږلې اعلاميه کې ويلي، تحريک طالبان پاکستان يو موټې ډله ده او هېڅکله په کې د افرادو او اشخاصو تر نفوذ لاندې بېلابېلو ډلې نشته.

نوموړي زياته کړې چې د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې د اوربند هېڅ ډول پرېکړه نه ده شوې او وسله‌وال به يې د دغه هېواد پوځ او امنيتي ځواکونو پر وړاندې خپل بريدونه جاري وساتي.

خراساني که څه هم د پاکستان له حکومت سره د مذاکراتو په اړه څه نه دي ويلي، خو له خپلو وسله‌والو يې غوښتنې چې د معمول په څېر د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې خپلو بريدونو او تحرکاتو ته دوام ورکړي.

تحريک طالبان پاکستان داسې مهال دغه غبرګون ښيي چې د پاکستان لومړي وزير عمران خان د ترکيې له TRT اژانس سره په مرکه کې ويلي و، حکومت له يادې ډلې سره د اوربند په موخه مذاکرات پيل کړي او د يادو مذاکراتو د برياليتوب په صورت کې ممکن د تحريک طالبان پاکستان وسله‌والو ته عفوه وشي.

د دې مرکې له خپرېدو وروسته د پاکستاني رسنيو په حواله داسې راپورونه خپاره شول چې TTP د درې اوونيو اوربند اعلان کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...