Home » سیمه او نړی » ټي‌ټي‌پي د پاکستان له حکومت سره درې اوونۍ اوربند اعلان کړ

ټي‌ټي‌پي د پاکستان له حکومت سره درې اوونۍ اوربند اعلان کړ

پاکستاني طالبانو چې په قبايلي سيمو کې د پاکستان پر پوځ مرګوني بريدونه کوي، خبر ورکړی چې د پاکستان له پوځ او نورو امنيتي ادارو سره يې د اکټوبر له اولې تر د همدې مياشتې ۲۰مې پورې اوربند اعلان کړی دی.

دې ډلې دا اعلان وروسته له هغې کړی چې پرون جمعه د (تلې په ۹مه) د پاکستان لومړي وزير عمران خان د ترکيې له TRT انژانس سره په مرکه کې وويل، د تحريک طالبان پاکستان يا TTP اړوند له ځينيو ډلو سره يې د سولې خبرې روانې کړي دي.

نوموړي په دې مرکه کې زياته کړې، که د سولې په اړه يادې ډلې سره هوکړه وشي نو د دې امکان شته چې جنګياليو ته يې حکومت بښنه وکړي.

عمران خان دا هم ويلي، که د افغانستان طالبان مرسته وکړي، نو چمتوو دی چې له تحريک طالبان پاکستان سره په افغانستان کې خبرو ته دوام ورکړي.

له پاکستاني طالبانو سره د سولې په تړاو ترسره شوي يو لړ مذاکرات په خپله د تحريک طالبان پاکستان ځينو سرچينو هم تائيد کړي او زياته کړې يې ده، که په خبرو کې پرمختګ وشي نو د دې احتمال شته چې د اوربند موده نور هم وغځېږي.

تحريک طالبان پاکستان يا TTP په قبايلي سيمو کې فعاله ده چې د پاکستان پوځ پر ضد وسله‌واله جګړه کوي. دې ډلې له کلونو راهيسې په يادو سيمو کې د پاکستان پر پوځ خونړي بريدونه کړي چې په ډېری پاکستاني پوځيان په کې وژل شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...