Home » افغانستان » ټرمپ: د اوکراين وضعيت له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو پر وتلو پورې تړلی

ټرمپ: د اوکراين وضعيت له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو پر وتلو پورې تړلی

د امريکا مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو وار بيا د دغه هېواد اوسني ولسمشر جوبايډ پر کړنلاره نيوکې کړي او ويلي يې دي، له افغانستان څخه د امريکا ځواکونو په بېړه ايستلو سره، بايډن روسيې ته دا جرئت ورکړ چې پر اوکراين د بريد کولو هوډ پيدا کړي.

ټرمپ له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي، چې ولسمشر بايډن د اوسني وضعيت مسوول دی د روسيې او اوکراين ترمنځ په پوله کې موجوده وضعيت له افغانستان څخه د امريکايي او نورو بهرنيو ځواکونو له ايستلو مسئلې سره مستقيم تړاو لري.

نوموړي د ياد تړاو د وضاحت په توګه ويلي، له هغه وخت څخه چې بايډن له افغانستان څخه امريکايي ځواکونه و ايستل، نو ورسره روسيې هم پر اوکراين د بريد کولو هوډ پيدا کړ.

ټرمپ زياته کړې، چې د روسيې له ولسمشر پوتين سره د فرد په توګه دوستانه اړيکې لري؛ خو په خبره يې د واکمنۍ پرمهال يې د بل هر ولسمشر په پرتله پر نوموړي هېواد ډېر بنديزونه وضعه کړي. ټرمپ د خپلې مرکې په دوام سره ويلي، اوس په سيمه کې هر څه د امريکا له لاس وتلي او توپ د روسيې په ميدان کې دی.

نوموړي له افغانستان څخه د امريکايي او بهرنيو ځواکونو وتلو ته په اشارې سره زياته کړې، هغه مهال چې د ولسمشر بايډن د پرېکړې پر بنسټ امريکايي ځواکونه له افغانستان ايستل کېدل، د تمې خلاف عمل و او د چين ولسمشر شي‌جينک پينګ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين يې په سړه سينه ننداره کوله.

ډونالډ ټرمپ ويلي، له افغانستان څخه د سرتېرو د ايستنې په اړه بايډن د خپلې بېړنۍ پرېکړې په ترڅ کې، د ۸۵ مېليارد ډالرو په اندازه مهمات طالبانو ته په دغه هېواد کې پرېښودل او په خبره يې طالبان به له دې مهماتو څخه د خلکو په وژل کې پوره ګټه واخلي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...