د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، په غزني ولایت کې یې د ولسي جرګې ټاکنو ترسره کېدو طرحه د تایید لپاره حکومت ته لېږلې ده.
د دغې طرحې له مخې ټاکلې په غزني کې د ولسي جرګې ټاکنې د راتلونکې غوايي یا ثور میاشت کې ترسره شي. تېر کال په غزني کې د ټاکنیزو حوزو د وېش پر سر او نورو لانجو له کبله هلته تاکنې ونه شوي.
خو اوس د کمیسیون د نوې طرحې پر بنسټ د دغه ولایت په دریو حوزو کې ټاکنې ترسره کیږي.د ټاکنو کمیسیون له حکومته غوښتي چې هلته امنیت ټینګ کړي او مالي سرچینې هم د ټاکنو کمیسیون په واک کې ورکړي چې دا ټاکنې ترسره کړي.