Home » افغانستان » يونيسف: په افغانستان کې زرګونه ماشومانو ته حياتي مرستې وېشل شوي

يونيسف: په افغانستان کې زرګونه ماشومانو ته حياتي مرستې وېشل شوي

د ماشومانو لپاره د ملګرو وجهي صندوق يا UNICEF وايي، په وروستيو مياشتو کې يې پر زرګونه اړمنو افغان ماشومانو حياتي مرستې وېشلي دي.

د دې صندوق د افغانستان برخې په خپل ټوېټر کې په دې اړه ليکلي، دا مرستې يې د ګېټس بنسټ په همکارۍ د ۱۵زره بستو په بڼه پر افغان ماشومانو وېشلي دي.

د يونيسف په خبره په دې مرستو کې کمپلې او دغه راز د ماشومانو د روغتيا په موخه حياتي واکسينونه شامل دي.

په افغانستان کې له سياسي بدلونو سره د بشري وضعيت په اړه ژورې اندېښنې موجودې دي او په دې ترڅ کې يونيسف هم د افغان ماشومانو د وضعيت په اړه په وار وار اندېښنه ښودلې.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...