د امريکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره هېلري کلېنټن وايي، طالبان بايد له يوې لارې په ګټنې سره دې ته وهڅول شي چې په افغانستان کې د ښځون او نجونو حقونه خوندي کړي.
نوموړي له بيبيسي سره په خبرو کې ويلي، له دې لارو يوه هم نړيوال فشارونه او نورې کړنې کېدای شي څو د ميرمن کلېنټن په خبره طالبان اړ ايستل شي، چې لږ تر لږه د نجونو د زدهکړو لپاره يوه واضيح کړنلاره غوره کړي.
هېلري کلېنټن دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک له نيولو سره سم، تر نن ورځې پورې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې ساتل شوي دي.
خو په دې وروستيو کې د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد خبر ورکړ چې په راتلونکي پسرلي کې به د نجونو ټول ښوونځي بېرته پرانيستل شي.