د امريکا متحده ايالاتو مرستيالې ولسمشرې کامالا هېريس په افغانستان کې د ښځو او انجونو وضعيت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، دا مهال افغان ميرمنې له يوه ناسم وضعيت سره لاس او ګرېوان دي.
نوموړې پرون ناوخته د (مرغومي په ۵مه) خبريالانو ته ويلي، له ښځو سره د طالبانو اوسني چلند ته په پام په دې برخه کې د امريکا تمه نه پوره شوې او دا هر څه د دې سبب شوي چې د ښځو او انجونو په اړه اندېښنې زياتې شي.
ميرمن هېريس زياته کړې، امريکا غواړي چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي څو د نوموړې په خبره يې له دې لارې د افغان ميرمنو لاسنيوی هم وشي.
د انجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو دروازو بندول او دغه راز له کار کولو د ښځو منعه کول هغه څه دي چې اسلامي امارت يې د بشري حقونو په برخه کې له جدي نيوکو سره مخ کړی دی.