Home » سیمه او نړی » هند کې د استوګنيزې ودانۍ ړنګېدو له امله ۱۱ کسان مړه شوي
رویداد خبري آژانس

هند کې د استوګنيزې ودانۍ ړنګېدو له امله ۱۱ کسان مړه شوي

هندي چارواکو خبر ورکړی چې د يوې استوګنيزې ودانۍ د ړنګېدو په پېښه کې د ۸ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ تنه مړه شوي او ۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

د چارواکو په خبره پېښه تېره شپه (د غبرګولي په ۱۹مه نېټه) د ممبيي ښار په شمالي څنډه کې رامنځته شوې ده. دې چارواکو زياته کړې، ډېر خلک له دې کبله مړه شوي چې وداني د ړنګېدو پر مهال پر يوې بلې استونګنيزې ودانۍ ور پرېوتې ده.

د چارواکو له لوری رسنيو ته ورکړل شوي مالومات دا احتمال هم څرګندوي، چې ښايي يو شمېږ نور کسان هم تر خاورو لاندې وي او له دې سره به د ژوبلې او مړينې کچه له اوسنۍ هغې پورته شي.

ممبيي د هند هغه ايالت دی چې وخت ناوخت په کې د کورونو او يا هم د استونګنيزو ودانۍ د ړنګېدو پېښې کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...