د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغان ځواکونو یې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه، نهرسراج، ناوې او ګرمسیر ولسوالیو کې د هوايي قواوو په ملاتړ د ۸ قوماندانانو په ګډون ۱۰۶ طالبان وژلي او ۳۷ نور يې ټپیان کړي دي.
په همدې حال کې د هلمند امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وایي، افغان ځواکونو وروسته له هغې پر طالبانو ځمکني او هوایي بریدونه پیل کړل، چې دغې ډلې د سرتېرو په پوستو بریدونه وکړل او د ۶۰۱ شهرا لویه لار کې یې ماینونه ځای پر ځای کړل.
په عین حال کې دفاع وزارت زیاته کړې چې افغان ځواکونو یې د غزني ولایت مرکز ارزو کلان، ارزو خورد، او منګور اړوند سیمو کې د عملیاتو پرمهال ۱۵ طالبان وژل شوي او شپږ نور تپیان شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، په هلمند او غزني ولایتونو کې د عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو ۲۹ میله بېلابېل ډول وسلې، ۵ موټرسایکلونه، ۶ مخابرې، څوپټنځایونه، ۱ سراچه ډوله موټر، ۳ موټرسایکلونه، ۱ قرارګاه او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.