Home » اقتصادی » نړیوال بانک؛ د ماشومانو د زده‌کړې لپاره افغانستان سره ۲۵میلیونه ډالر مرسته کوي
رویداد خبري آژانس

نړیوال بانک؛ د ماشومانو د زده‌کړې لپاره افغانستان سره ۲۵میلیونه ډالر مرسته کوي

نړیوال بانک د ماشومانو د زده کړو په لپاره له افغانستان سره د ۲۵ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړې ده.

نړیوال بانک ویلي دوی غواړي د ماشومانو لپاره د زده کړو د خوندي چاپېریال برابرولو او په دې برخه کې د ستونزو د حل په موخه د افغانستان د پوهنې له بهیر سره ۲۵ میلیونه ډالر بلاعوضه مرسته وکړي.

دغه بانک چې دغه پیسې به د اقرا پروګرام له لارې لګول کېږي او ټاکل شوې چې په مرسته یې سلو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي.

نړیوال بانک دغه راز ویلي چې له دې پیسو به د ښوونکو لپاره روزنیز پروګرامونه جوړېږي او هڅه کېږي د ماشومانو د زده کړو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته شي.

دغه بانک همدا راز ویلي چې دوی له افغانستان سره په بېلو انکشافي او پراختیايي برخو کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...