د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د هوا سختې ککړتيا له امله حکومت پرېکړه کړې چې تر يوې مودې پورې دې په دغه ښار کې ښوونځي وتړل شي.
د هند د هوا کيفيت د مديريت کولو کمېسيون ويلي، دامهال په نوي ډهلي کې هوا ډېره ککړه شوې او اړتيا ده چې يو لړ محدوديتونه وضعه شي. په ياد ښار کې د ۴ لويو فابريکو چې د ډبرو سکاره يې سوځول، فعاليتونه هم د يادو محدويتونو په ترڅ کې ځنډېدلي دي.
د هوا د کيفيت مديريت کولو کمېسيون له لوري د وضعه شويو محدوديتونو په ترڅ کې ۵۰ سلنه دولتي کارکوونکو ته لارښوونه شوې، چې له خپلو کورونو خپل ورځني مسووليتونه په انلاين ډول ترسره کړي.
په نوي ډهلي کې حصوصي سکټور ته هم لارښوونه شوې چې د دولتي کارکوونکو لپاره د کار وضعه شوی پروسيجر دې تعقيب کړي.
که څه هم د يادو محدويتو د بېرته لرې کولو نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو حکومت ويلي چې وضعه شوي محدوديتونه به تر دويم امر پورې دوام وکړي.