Home » افغانستان » نن په ټول هېواد کې د ګوزڼ ضد کمپاين پيلېږي

نن په ټول هېواد کې د ګوزڼ ضد کمپاين پيلېږي

ټاکل شوې چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتون وجهي صندوق يا يونېسف په همکارۍ نن دوشنبه د (لړم په ۱۷مه) په سراسر افغانستان کې د ګوزڼ يا پوليو ضد کمپاين پيل شي.

د عامې روغتيا سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد وايي، دغه کمپاين به څلور ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به يې ۱۰ مېليونه هغو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين څاڅکي ورکړل شي، چې له پنځو کلونو کم عمر لري.

د روغتيا نړيوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبرياسوس د ګوزڼ پر ضد دغه نوی کمپاين هيله بښوونکی بللی او له دې کبله چې کور په کور د ګوزڼ پر ضد مبارزه پيلېږي، خوښي څرګنده کړې ده.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندو يا يونېسف له دې وړاندې ويلي و، چې په افغانستان کې د ګوزڼ ضد کمپاين تطبيق کولو په موخه ښه فرصت رامنځته شوی او بايده دي چې له دې فرصت په ګټنې سره ټول کم عمره ماشومان په يوه وار واکسين شي.

روان کال په ټول هېواد کې د ګوزڼ يوازې ۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي او په تېر ۲۰۲۰ زېږديز کې بيا د يادو مثبتو پېښو شمېره ۵۶ وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...