نن دوشنبه د محرم له لسمې نيټې سره چې د عاشورا ورځ ده، برابره ده. دغه ورځ په ټوله اسلامي نړۍ کې د قرانکريم د ختمونو،خيراتونو په کولو او د امام حسېن رض روح ته په دوعاوو کولو سره لمانځل کېږي.
په افغانستان کې دغه ورځ داسې مهال لمانځل کېږي، چې دغلته په شعيه افغانانو له څو ورځو راهيسې په کابل کې بمي بريدونه کېږي.
دې متواترو بريدونو ته په پام سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما ويلي، چې شعيه لږکيو امنيت بايد خوندي او ټينګ شي.
يوناما په خپل ټوېټر کې وروسته له هغې چې پرون يکشنبه هم د کابل په چنداول سيمه کې پر شعيه افغانانو چاودنه وشوه ويلي، چې له څو ورځو راهيسي په ورته بريدونو کې ۱۲۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ټينګار يې کړی چې د شعيه وګړو د امنيت په خوندي کولو سره دې، د عاشورا مراسم له نورو بريدونو پرته ترسره شي.
کابل له تېرې جمعې ورځې راهيسې پر شعيه وګړو د چاودنو شاهد دی. دغه چاودنې په نړيوال کچه غندل شوي او د مخنيوي غوښتنې يې شوي دي.