Home » سیمه او نړی » نن د ازبکستان خلک په ولسمشريزو ټاکنو کې د رايې ورکولو لپاره راوتلي

نن د ازبکستان خلک په ولسمشريزو ټاکنو کې د رايې ورکولو لپاره راوتلي

په ازبکستان کې نن يک‌شنبه د (لړم په ۲مه) خلک راوتلي څو په ولسمشريزو ټاکنو کې د رايې ورکولو له لارې نوی ولسمشر وټاکي.

د ازبکستان په دې پړاو ولسمشريزو ټاکنو کې اوسني ولسمشر شوکت ميرضيايف هم نوماند او داسې اټکل کېږي چې ښايي نوموړی د ازبکستان دغه پړاو ولسمشريز ټاکنې هم وګټي.

د ميرضيايف څلور نور سيالان هم د ازبکستان د حکومت پلويان دي او له همدې کبله ګومان دا دی چې د اوسنيو ولسمشريزو ټاکنو ګټونکی نوماند به هم ولسمشر شوکت ميرضيايف وي.

د رايې ورکولو بهير به نن د شپې تر ۸ بجو دوام وکړي او د دغه هېواد خلک به په پوره ۱۱ زره مرکزونو کې رايه وکاروي.

له ۱۹۹۱ زېږديز کال را وروسته دا په ازبکستان کې ۶ ځل ولسمشريزې ټاکنې دي چې ترسره کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...