Home » افغانستان » ننګرهار کې پر ۱۳سوه جرېبه ځمکه بڼونه جوړېږي

ننګرهار کې پر ۱۳سوه جرېبه ځمکه بڼونه جوړېږي

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت په ۱۴ ولسواليو کې يې د نويو بڼو د جوړولو چارې پيل کړې چې په نږدې راتلونکي کې به يې کارونه بشپړ شي.

د کرنې رئيس عبدالستار وايي چې دا بڼوبه په کوټ، اچين، خوږياڼو، روداتو، چپرهار، دره‌نور، بټي کوت، لعلپورې، مومندرې، هسکې مېنې، پچير اګام او شينوارو ولسوالۍ کې پر ۱۳سوه جرېبه ځمکه جوړېږي.

نوموړي زياته کړې، ټاکل شوې چې پر ياده اندازه ځمکه ټول‌ټال ۱۰۴زره نوي مېوه لرونکي نيالګي چې د ليمو، انارو، الوچې، شفتالو، مالټې او سرو املوکو نيالګي په کې شامل دي کېنول شي.

عبدالستار وايي، په پام کې ده چې په راتلونکي پسرلي کې هم پر ۱۵سوه جرېبه نوره ځمکه هم بڼونه جوړ کړي. له دې وړاندې هم په ننګرهار پر سلګونه جرېبه ځمکه د بېلابېلو مېوو باغونه جوړ شوي وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...