ايراني چارواکو خبر ورکړی چې د افغانستان تېر نظام يو چارواکی نظامالدين قيصاري يې افغان وګړو ته د جعلي اسنادو د جوړولو په تور نيولی دی.
د ايران د وګړو او کډوالو چارو وزارت د دارالانشاء مسوول مهدي محمودي رسنيو ته ويلي، قيصاري د دې ترڅنګ چې افغان وګړو ته يې په ايران کې د اقامې جعلي اسناد جوړول، خپله هم ايران ته په ناقانونه توګه ورغلی و.
نوموړي زياته کړې چې قيصاري د خپلو ناقانونه فعاليتونو په ترڅ کې، په پلازمېنه تهران کې درې دفترونه هم د کډوالو لپاره پرانيستې وو.
محمودي ويلي چې د کډوالو چارو ته رسېدنه د ايران د قانون پر بنسټ د وګړو او کډوالو د چارو مسوولو ادارو، ولايت مقامونو او دغه راز د امنيه قومندانيو کار دی؛ خو په خبره يې قيصاري دا ټول مسووليتو په جعلي او ناقانونه توګه مخته وړل.
د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته نظامالدين قيصاري ايران ته لاړ هلته يې د افغان کډوالو لپاره د همکارۍ دفتر پرانيست.