Home » افغانستان » منظور پښتين: که علي وزير او نور کسان له بند ازاد نه شي، اسلام‌اباد ته پر اعتراض ځو

منظور پښتين: که علي وزير او نور کسان له بند ازاد نه شي، اسلام‌اباد ته پر اعتراض ځو

د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونه پلويان پرون د (لړم په ۲۳مه) په کووټې، پېښور او کراچۍ کې راټول شوي وو او د علي وزير په شمول يې د دغه غورځنګ د نيول شويو غړو د خلاصون په موخه لاريونونه وکړل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين په پېښور کې لاريون‌والو ته د وينا پرمهال وويل، پاکستان تل د سوله‌ييزو او متشددو حرکتونو ترمنځ دوه‌مخي کړې او د سوله‌ييزو حرکتونو پر ضد يې تونده رويه خپله کړې ده.

نوموړي زياته کړه، د پاکستان حکومت له هغو لوريو سره چې د پر ټوپک مبارزه کوي او يا يې هم په حرکتونو کې تاوتريخوالی کړی، خبرې کوي خو په د پښتنو د حق غوښتنې له سوله‌ييزو حرکتونو سره بيا په خپله تاوتريخوالی کوي.

پښتين ټينګار وکړ چې پښتونخوا د ټولو پښتنو شريک وطن دی او په خبره يې اړتيا ده چې د ياد وطن ښېرازي له ټولو پښتنو سره په ګډه وګټل شي.

منظور احمد پښتين اعلان وکړ چې د راتلونکي ډيمسبر په ۲۶مه به د سيند ايالتي اسمبلۍ مخې ته پرلت وهي او که هغه مهال د پاکستان حکومت په لسو ورځو کې دننه علي وزير او د پښتون ژغورنې غورځنګ نور نيول شوي غړي خوې نه کړل نو له کووټې، قبايلو او پښتونخوا څخه به په ګډه له لوی او بې ساري ولسي کاروان سره يو ځای د اسلام‌اباد پر لور اعتراضيه حرکت پيلوي.

په کووټې، پېښور او کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دا لاريونونو د ملي عوامي ګوند، مزدور ګوند او دغه راز د پاکستان د خلکو يا پېپلز پارټۍ هم ملاتړ کړی او مشرانو يې په کې برخه اخيستې وه.

علي وزير په تېر ۲۰۲۰ زېږديز کې د پاکستاني پوليسو له لوري په دې تور ونيول شو چې د همدې کال د ډيسمبر په ۶مه يې په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري په رابلل شوې لويه ولسي غونډه کې د پاکستان د پوځ خلاف څرګندونې کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...