Home » افغانستان » منظور پښتين: پاکستان دې له توپير پرته د ټولو ترهګرو پر وړاندې برابر اقدام وکړي

منظور پښتين: پاکستان دې له توپير پرته د ټولو ترهګرو پر وړاندې برابر اقدام وکړي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين پرون يک‌شنبه د (مرغومې په ۱۲مه) په کراچۍ کې يوې لويې اعتراضيه ولسي غونډې ته د وينا پرمهال، د پاکستان له حکومت وغوښتل چې د علي وزير، حنيف پښتين، وېس ابدال او ګڼ نور نيول شوي پښتان فعالان دې ژر خوشي کړي.

نوموړي زياته کړه چې د بنديانو خوشې کولو ترڅنګ، له توپير پرته د ټولو ترهګرو پر وړاندې د برابر اقدام کول هم هغه غوښتنه ده چې د پاکستان حکومت يې بايد ومني.

منظور احمد پښتين خبرداری ورکړی، که د پاکستان حکومت سر له اوسه د ترهګرۍ پر وړاندې لاس په کار نه شي، نو ښايي په راتلونکي کې د دغه کار لپاره ډېر ناوخت وي.

نوموړي دغه راز ويلي چې د بنديانو د خلاصون په موخه به د سند ايالتي اسمبلۍ مخې ته اعتراضيه پرلت وهي او په خبره يې که دا کار هم نتيجه ورنه کړي، نو اسلام‌اباد ته به پر اعتراضيه حرکت ځي.

نوموړي اسلام‌اباد ته د اعتراضيه تګ په اړه کره نېټه نه ده ښودلې؛ خو ويلي يې دي چې په دې اړه چمتووالی روان دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري په کراچۍ کې پرونۍ رابلل شوې غونډې ته، د پاکستان په شمول له پښتونخوا، قبايلي سيمو او له سوېلي پښتونخوا هم زرګونه کسان ورغلي وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...