ملګري ملتونه وايي، دامهال په افغانستان کې د لوږې خطر ورځ تر بلې په ډېرېدو دی او د ورته وضعيت دوام د افغانستان ټول بانکي او اقتصادي وضعيت سقوط کولی شي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فليپو ګراندي وايي، وړاندې له دې چې د افغانستان اقتصاد هم سقوط شي، نو په کار ده چې نړيواله ټولنه يې د ژغورلو په موخه سر له اوسه لاس په کار شي.
نوموړي چې د UNHCR په کليزه کې يې خبرې کولې، د هوا په سړېدو سره په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او زياته يې کړه چې د ژمي له را رسېد وړاندې بايد افغانستان ته د خوراک، سرپنا، پوښاک او روغتيا په برخو کې هم اړين مرستې ورسول شي.
ګراندي له طالبانو هم غوښتنې چې په افغانستان کې د موجوده بشري وضعيت په پام کې نيولو سره دې، د بشري مرستو په رسولو کې خنډ نه جوړوي.
نوموړي خبرداری ورکړی، که نړيواله ټولنه د افغانستان اقتصاد په ژغورلو کې ژر لاس په کار نه شي، نو په دې هېواد کې د يوه لوی بشري ناورين د رامنځته کېدو احتمال ډېر دی.
فليپو ګراندي دا څرکندونې داسې مهال کړې چې تازه د اروپايي تولنې بهرني سياسي مشر جوزېف بورېل هم په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره، له اروپايي ټولنې غړيو هېوادونو غوښتنې چې يو شمېر اضافي افغان کډوالو ته په خپلو هېوادونو کې پنا ورکړي.