بېګاه چهارشنبه د شپې ناوخته د (لړم په ۲۷مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان وضعيت په ځانګړې ناسته ترسره کړه چې په کې د افغانستان لپاره د ياد سازمان ځانګړې استازې ديبورا لاينز له لوري د افغانستان اوسني وضعيت په اړه مفصل راپور وړاندې شو.
ميرمن لاينز د خپل راپور وړاندې کولو پرمهال وويل، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک له نيولو وروسته وضعيت ښه شوی خو زياته يې کړه چې باوجود د دې هم طالبان د داعش پر مخنيوي نه دي توانېدلي.
نوموړې زياته کړه، د شمېرو له مخې تېر کال داعش ډلې د افغانستان په کچه ۶۰ بريدونه ترسره کړې وو خو سږ کال بيا د هغو بريدونو شمېر چې داعش يې مستقيم مسووليت منلی او يا هم ورته منسوبې شوي ۳۳۶ ته رسېږي.
لاينز دغه راز ويلي چې د داعش تحرکات په تېرو کلونو کې يوازې پر څو ولايتونو پورې محدود وو، خو په خبره يې دامهال داعش ډله په ټولو ولايتونو کې فعاله ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ديبورا لاينز که څه هم په افغانستان کې وضعيت ښه بولي او وايي چې جګړې ختمې شوي، خو زياتوي يو لړ داسې راپورونه يې تر لاسه کړي چې له مخې يې طالبان د خلکو پر کورونو چاپې اچوي او د تېر حکومت نظاميان يې پرته له محاکمې وژلي دي.
طالبانو وړاندې دا رد کړې وه چې ګواکې د تېر حکومت يو شمېر نظاميان يې نيولي او يا يې هم وژلي دي. دوی زياته کړې چې په ټول هېواد کې يې عمومي بښنه اعلان کړې او هېڅوک نه شي کولی چا ته مزاحمت وکړي.