Home » افغانستان » ملګري ملتونه: بین الافغاني خبرې دې ژر تر ژره چټک کړل شي
رویداد خبري آژانس

ملګري ملتونه: بین الافغاني خبرې دې ژر تر ژره چټک کړل شي

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د ملي پخلاینې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره پرون چهارشنبې (د غبرګولي ۱۹مه نېټه) کتلي دي او ټینګار یې کړی چې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی او باید د سولې خبرې چټکې کړل شي.

د دیبورا لاینز په وینا ددې جدي اړتیا ده چې په لوړه کچه د سولې خبرې چټکې کړل شي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اغېزناک ګامونه اوچت شي.

 نوموړې د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره هم کتلي دي او ژمنه یې کړې چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې خپل ماموریت ته ادامه ورکوي او هڅه کوي د سولې په راتګ کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

 لاینز په افغان سوله کې د سیمې د هېوادونو همکاري هم اړینه بللې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...