Home » افغانستان » ملګرو ملتونو په افغانستان کې له ۶۵زره کورنيو سره نغدي مرستې پيل کړې

ملګرو ملتونو په افغانستان کې له ۶۵زره کورنيو سره نغدي مرستې پيل کړې

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق يا UNICEF په افغانستان کې اړمنو لسګونه زره کورنيو ته د نغدو پيسو د وېش لړۍ پيل کړې ده.

د دې ادارې د مرستو تنظيموونکې نينکې ووپېن چې دامهال نورستان ته تللې او هلته پر اړمنو کورنيو نغدې پيسې وېشي وايي، د ژمي پرمهال له خلکو سره د نغدو پيسو مرسته يوه اغېزناکه لار ده.

نوموړې په پارون کې ويلي، د نغدو پيسو په وېش سره خلک کولی چې يادې پيسې په خپله خوښه ولګوي او پر مټ يې کولی شي چې د ژمني او نور اړين توکي وپيري.

يونېسف داسې مهال په افغانستان کې پر اړمنو کورنيو د نغدو پيسو وېشل پيل کړي، چې يوه اوونۍ وړاندې ملګرو ملتونو له ۲۸ميليونه افغانانو سره د مرستې په مرخه د ۴.۴ مېليارده ډالرو د بوديجې وړانديز کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...