د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د افغانستان تېر حکومت له لوري ياد سازمان ته د استازي په توګه ټاکل شوی غلام اسحاقزی يو وار بيا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه تائيد کړ.
د ملګرو ملتونو د باور اسناد ورکولو کمېټې پرېکړه کړې وه چې طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ څوکي نه ورکوي او د دغه هېواد د تېر حکومت له لوري ټاکل شوی استازی به خپلې دندې ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ هم د باور اسناد ورکولو ياده پرېکړه تائيد کړه چې له مخې به يې غلام اسحاقزی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه کار ته دوام ورکړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ هم د ټوېټر پيغام له لارې د ملګرو ملتونو يادې پرېکړې پخلی کړی او ويلي يې دي، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۷۶يمې دورې لپاره د افغانستان اسلامي جمهوريت استازی غلام اسحاقزي ته د باور ورکړل شوی ليک تائيد کړی دی.
طالبانو په دې سازمان کې د افغانستان استازي په توګه سهېل شاهين نومولی و، خو ملګرو ملتونو د نوموړي پر ځای د تېر حکومت له لوري ټاکل شوي استازي ته باور ورکړ.
د افغانستان ترڅنګ ملګرو ملتونو د ميانمار او وينزويلا پخواني استازي هم په ياد سازمان کې د نوموړو هېوادونو د استازو په توګه تائيد کړي دي.