Home » سیمه او نړی » ملګرو ملتونو د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د کړکېچ کمولو غوښتنه کړې
رویداد خبري آژانس

ملګرو ملتونو د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د کړکېچ کمولو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې یوې مشرې، له ټولو هغو اړخونو چې د اسرائیل او په غزه کې د حماس ډلې ترمنځ د جګړې سبب شوي د کړکېچ کمولو غوښتنه وکړه.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرې میشل باشله پرون شنبه له جنیوا په یوه اعلامیه کې وویل: “داسې ښکاري چې د ښکېلو لورو پاروونکو خبرو د کړکېچ د کمولو پر ځای، کړکېچ زیات کړی دی.”

د مېرمن باشله تر دغو څرګندونو څو ساعته وروسته د اسرائیل هوايي حملې په غزه ښار کې هغه دنګه ودانۍ وویشتله چې د اسوشیټډ پرس اژانس او نورو رسنیو دفترونه په‌کې وو.

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې خبرداری ورکړی چې د فلسطیني وسله‌والو ډلو له‌خوا پر اسرائیل راکټي حمله له نړیوالو بشري قوانینو څرګنده سرغړونه ده.

داسې اندېښنې هم شته چې د اسرائیل د پوځ له‌خوا پر غزه په ځینو حملو کې ملکي اهداف په نښه شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...