ټاکل شوې چې نن چهارشنبه د (لړم په ۲۶مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه ترسره کړي او په کې به د افغانستان موجوده وضعيت د يادې شورا د غړيو هېوادونو له لوري و ارزول شي.
د غونډې په سر کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ديبورا لاينز د افغانستان اوسني وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته خپل راپور وړاندې کړي او له هغې وروسته به د يادې شورا غړي هېوادونه د وضعيت اروزنه پيل کړي.
له دې سره د ملګرو ملتونو وياند فرحان حق ويلي، چې په افغانستان کې بشري وضعيت ورځ تر بلې يوې سختې مرحلې ته دننه کېږي.
نوموړي زياته کړې چې دامهال لوږه په افغانستان کې يو له جدي بحثونو دی او زياتوي چې د دوی د موندنو له مخې، په هرو دوو ماشومانو کې يو او په هرو څلورو ميندوارو ميرمنو کې دوې هغه يې د کافي خوړو نشتوالي له امله له خوارځواکۍ سره مخ دي.
له دې وړاندې نړيوالو بنسټونو اعلان کړی و چې دامهال په افغانستان کې ۲۳ ميليونه خلک له لوږې سره مخ دي او که پر وخت ورسره د لومړنيو توکو مرسته ونه شي، نو ښايي د فاجعې له يوه حالت سره مخ شي.