ټاکل شوې په روانه نومبر مياشت کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا په افغانستان کې د روان وضعيت په تړاو ځانګړې غونډه ترسره کړي.
دغه اعلان د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دورهيې مشر خوان راميرز نن سېشنبه د (لړم په ۱۱مه) کړی او ويلي يې دي، چې دا ځانګړې ناسته به نومبر په ۱۷مه ترسره شي.
د نوموړي په خبره په دې ناسته کې به د افغانستان موجوده وضعيت د ارزونې ترڅنګ، د دغه هېواد وضعيت د مديريت کولو په برخه کې يو شمېر پرېکړې هم وشي.
راميرز دا نه واضيح کړې چې په افغانستان کې د روان اقتصادي او بشري بحران په تړاو به څه ډول پرېکړې وشي، خو زياته کړې يې ده يې چې دا غونډه په دې حساس وخت کې مهمه ده.
ټاکل شوې شوې د ملګرو ملتونو امنيت شورا په همدې مياشت کې د سوريې، عراق، سوماليې، بوسنيا، يمن او لېبيا په اړه هم ورته غونډه وکړي.