Home » سیمه او نړی » مصر فلسطیني ټپیانو ته خپل سرحد پرانیست

مصر فلسطیني ټپیانو ته خپل سرحد پرانیست

د مصر حکومت له غزې سره خپل یوازینې سرحد پرون نن شنبه ( دغویي ۲۵مه نېټه) پرانیست او فلسطیني ټپیان خپلو روغتونونو ته انتقالوي.

په مصر کې د روغتیا د برخې یو چارواکي وویل چې له غزې سره د «رفح» سرحد پرانیستل شو او لس مصري امبولانسونه غزې ته داخل شوي چې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې زخمي شوي فلسطینیان انتقال کړي.

د مصر د عامې روغتیا چارواکي وايي د زخمیانو د درملنې لپاره د اختر په ورځو کې هم یو شمېر ډاکټرانو او نرسانو کار وکړ.

د اسرائيل الوتکو پرون شنبه هم په غزه بمباري کړې او فلسطیني چاروکي وايي ۱۲ تنه وژل شوي چې اته ماشومان او دوې ښځې هم په کې دي.

په همدې حال کې په اسرائیل کې چارواکي‌ وايي د حماس یو توغندی په یوې ودانۍ لګېدلی او یو کس یې وژلی دی.

په غزه کې چارواکي‌ وايي تر دې دمه د اسرائيل په بریدونو کې ۱۲۳ تنه وژل شوي چې ۳۹ یې ماشومان دي.‌‌ همدغه راز شاوخوا ۹۵۰ نور کسان ژوبل شوي هم دي.

په همدې حال کې د حماس په راکټي بریدونو کې بیا تر دې دمه نهه اسرائیلیان وژل شوي چې د چارواکو په خبره یو سرتېری او یو ماشوم په کې دی.

د روژې په وروستیو ورځو کې د اقصی په جومات کې د فلسطیني‌ لمونځ کوونکو او اسرائیل عسکرو ترمنځ شخړه وشوه چې شاوخوا ۳۰۰ فلسطینیان په کې ژوبل شول.‌ له دغې پېښې وروسته حماس په اسرائيل توغندي وار کړل او اسرائيل پر غزې بمباري پيل کړه.

بل پلو بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي دي چې د یکشنبې په ورځ به د حالاتو د ارزولو لپاره غونډه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو استازې لینډا توماس ګرینفیلډ په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې امریکا به په لوړې کچې د دپلوماسۍ له لارې د حالت کنترولولو هڅې روانې ساتي.

د مصر چارواکو بیا له دواړو غاړو سره لیدلي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...