مدني فعال عظيم عظيمي چې موده وړاندې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی و، بېرته ازاد شوی او له خپلې کورنۍ سره يو ځای شوی دی.
نوموړي له رسنيو په خبرو کې د نيول کېدو او د زندان وضعيت په اړه جزيات نه دي ورکړي او يوازې يې ورته تائيد کړې چې له زندان ازاد شوی دی.
عظيمي د تېرې جنوري په ۱۸مه په داسې حال کې د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شو، چې کابل ته د پاکستان ملي امنيت سلاکار معيد يوسف د سفر پر وړاندې يې اعتراض کاوه.
د استخباراتو رياست هم ازادي راډيو ته تائيد کړې چې عظيمي يې بېرته خوشی کړی دی. دې رياست زياته کړې، چې نوموړی يې د امنيت ګډوډولو په تور نيولی و.
د افغانستان پر سرپرست حکومت تور دی، چې د خلکو سولهييزو اعتراضونو ته اجازه نه ورکوي او د نړيوالو په خبره له همدې کبله اعتراض کوونکي نيسي او شکنجه کوي يې.