د محمد نبي لوبډلې سينټ لوسيه زوکس په کارابين پريمئير ليګ کې يوه بريا هم ترلاسه کړه، چې محمد نبي پکې ٣٥ ناسوځېدلې منډې وکړې او ١ ويکټ يې هم ترلاسه کړه.
د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) ٧مه لوبه د سينټ لوسيه زوکس او سينټ کيټس اېنډ نيويس پېټريټس ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه پېټريټس وګټله او زوکس ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
زوکس په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې انډري فليچر ٤٦، محمد نبي ٣٥ ناسوځېدلې، مارک ديال ٣٠ او نجيب الله ځدراڼ ٢٨ منډې وکړې.
د پېټريټس له لوري سهېل تنوير او جان رس جګيسر ٢-٢ او رياد ايمرټ هم ١ ويکټ واخيسته.
د ١٧٣ منډو د هدف په تعقيب د پېټريټس لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٢ منډې وکړې، چې د ١٠ منډو په توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.
د دوى له لوري دينيش رامدين ٤٦ او ايون ليويس ٢٩ منډې ترلاسه کړې.
د زوکس له لوري سکاټ کګلين او روسټون چيس په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې لومړي ٤ او دويم ٣ ويکټې ترلاسه کړې، همدا راز محمد نبي هم په ٤ اورونو کې ١٧ منډې ورکړې او ١ لوبغاړى يې وسوځاوه. محمد نبي د يوې ويکټې تر څنګ ١ کېچ هم ونيولو او ١ کېچ نجيب الله ځدراڼ هم ونيولو.
په نننۍ لوبه کې د غوره لوبې ترسره کولو له امله محمد نبي يو ځل بيا د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه. محمد نبي په تېره لوبه کې هم د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړې وه.
د کارابين پريمئير ليګ په ٨مه لوبه کې به د ګيانا امازون واريرز او جمايکا ټلاواس لوبډلې مخامخ شي، چې نوين الحق او مجيب الرحمان پکې لوبېږي.