اسلامي امارت هغه راپورونه رد کړل چې په کې ادعا شوې، له ډيورنډ کرښې پورې غاړه فعاله د تحريک طالبان پاکستان ډله هم د اسلامي امارت ښاخ دی.
د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد له عرب نيوز سره په مرکه کې د تحريک طالبان پاکستان له لوري خپرې شوې هغې وډيو ته غبرګون ښودلی، چې مشر يې نورولي محسود په کې ياده ډله د افغان طالبانو اړوند بللې ده.
مجاهد ويلي، ياده ډله پر اسلامي امارت پورې اړوند نه ده او نه هم دواړه جهتونه شريکې موخې لري. د راپور له مخې مجاهد ټينګار کړی چې تحريک طالبان پاکستان دې سولې ته لومړيتوب ورکړي او پرې نهږدي چې په سيمو کې د خپلو تحرکاتو په دوام سره استخباراتي شبکو ته د فعاليت زمينه برابره کړي.
د افغان طالبان داسې مهال ياد راپورونه ردوي، چې تحريک طالبان پاکستان د پاکستان له حکومت سره له يوه مياشتني اوربند وروسته بيا جګړې ته ګرځېدلې او ټينګار يې کړی چې په پاکستان کې به هم د افغانستان په څېر شريعت حاکموي.