د امریکا د رواني ناروغیو ملي شورا په نامه یو بنسټ په خپل راپور کې ویلي چې د افغانستان او عراق له جګړو بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي ۳۰ سلنه امریکایي پوځیان په رواني ناروغیو اخته شوي دي.
ډيلي کالر ویبپاڼې د یادې ادارې په حواله راپور ورکړی دی چې له افغانستان او عراق څخه بېرته امریکا ته ستانه شوي ۷۳۰ زره امریکایي پوځیان په رواني ناروغیو اخته دي او یو شمېر نور یې بیا تر پېښو وروسته شدید سترس تجربه کوي.
د یادونې ده چې وړاندې تر دې نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی وو چې له دغه دواړو هېوادونو څخه د بېرته ستانه شويو پوځیانو ترمنځ ځان وژنه خپل اوج ته رسېدلې ده.