د بښنې نړيوال سازمان خبر ورکړی، د مارچ اتمې نېټې چې د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره ده، په مناسبت لسګونه زره ښځينه فعالانو په افغانستان کې د ښځو حقونو د خونديتوب غوښتنليک لاسليک کړی دی.
د دغه سازمان په خبره، د غوښتنليک لاسليک کوونکو چې شمېر يې تر ۸۰زرو تنو رسېږي له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د ميرمنو د حقونو رعايت او خونديتوب په موخه پر کابل فشار راوړي.
د بښنې نړيوال سازمان په وينا، د نوموړي غوښتنليک لاسليک کوونکو له نړيوالو ټولنې د دې غوښتنه هم کړې، چې په افغانستان کې دننه د ښځو حقونو خونديتابه په برخه کې همکاري وکړي او دغه راز په دې هېواد کې نوی حکومت د بشري حقونو دې برخې ته ځواب ويوونکی کړي.
د ښځو نړيواله ورځ داسې مهال ده چې لا هم په افغاانستان کې د ښځو پر وړاندې کورنی تاوتريخوالی موجود دی. له دې سره اسلامي امارت هم د يادې ورځې په مناسبت خبر ورکړی چې حکومت د ښځو ستونزو هوارولو ته ژمن دی.