Home » افغانستان » لاوروف: په افغانستان کې له ټول‌شموله حکومت پرته، د طالبانو په رسميت پېژندل سخت دي

لاوروف: په افغانستان کې له ټول‌شموله حکومت پرته، د طالبانو په رسميت پېژندل سخت دي

د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف يو وار بيا په افغانستان کې د طالبانو له لوري د يوه ټول‌شموله حکومت پر جوړولو ټينګار کړی او ويلي يې دي، ياد حکومت د افغانستان لپاره خورا اړين او مهم دی.

نوموړي پرون جمعه د (مرغومي په ۱۰مه) له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي، تر هغې چې طالبان په افغانستان کې يو ټول ګډونه حکومت رامنځته نه کړي، نو د طالبانو په رسميت پېژندنې په اړه به کومه پرېکړه ونه شي.

لاوروف زياته کړې، په اوس کې د طالبانو د رسميت پېژندنې بحث مطرح کول له وخت څخه وړاندې کار دی.

له دې سره د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي هم په افغانستان کې د يوه ټول ګډونه حکومت پر جوړولو ټينګار کړی دی. د رسنيو د راپورونو له مخې، رئيسي ويلي چې ايران په افغانستان کې د يوه داسې حکومت غوښتونکی دی، څو د دغه هېواد ټول قومونه يې په هينداره کې ځان وګوري.

خو اسلامي امارت له دې وړاندې په وار وار ويلي چې په حکومت کې يې ټول قومونه ونډه لري او د لا پراخولو لپاره يې هڅې دوام لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...