په داسې حال کې چې قطر د ښځو حقونو د خونديتوب په برخه کې موده وړاندې له طالبانو غوښتي وو چې د نوموړي هېواد له موډل ګټه پورته کړي، اوس يې يو ځل بيا پر طالبانو غږ کړی چې د افغاني ټولنې ټولو قشرونو ته په حکومت کې ونډه ورکړي.
د دې هېواد بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن الثاني پرون جمعه د (لړم په ۱۴مه) سلووينيا کې د يوه خبري کنفرانس پرمهال وويل، په حکومت کې د طالبانو له لوري د افغانستان ټول قشرونو ته ونډه ورکول بايد له توپير او تبعيض پرته وي.
نوموړي دغه راز له نړيوالو هم غوښتي چې په افغانستان کې د وضعيت ښه کولو په موخه دې د انزوا پر ځای له افغانانو سره دخيل پاتې شي.
الثاني زياته کړې چې دا مهال په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعيت له امله خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او په دې برخه کې د افغانستان له سقوط د مخنيوي په موخه دې هېوادونه په خپلو کې اجماع رامنځته کړي.
د قطر بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن الثاني خبريالانو ته دا هم ويلي، چې نړيوالې ټولنې ته په کار ده څو له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
قطر يو له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې پر طالبانو اغېز لري، خو د ښځو حقونو او د يوه ګډ حکومت جوړولو په اړه د نوموړي هېواد غوښتنو ته طالبانو تر اوسه هېڅ ځواب نه دی ورکړی.