د غور ولایت سیمهییز امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په دولتیار او تولک ولسوالیو کې ماین چاودنو څلور ملکي وګړي وژلي دي.
د غور د پولیسو ویاند معروف رامش د یادو پېښو د پخلي تر څنګ ویلي چې لومړۍ چاودنه د دولتیار ولسوالۍ په بند علي سیمه کې شوې چې له امله یې درې ملکي وګړي وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې دویمه هغه نن سهار نهه بجې د تولک ولسوالي په مرکز کې شوې ده او یو ماشوم پکې وژل شوی دی. هغه د یادو دواړو پېښو پړه پر طالبانو اچولې ده خو یادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.