Home » سیمه او نړی » عمران خان نن د ترهګرۍ ضد محکمې ته حاضرېږي

عمران خان نن د ترهګرۍ ضد محکمې ته حاضرېږي

د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړي وايي، چې مخکينی لومړی وزير عمران خان به نن په اسلام‌اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې ته حاضر شي.

د دې ګوند غړي بابر عوان نن پنج‌شنبه د (وږي په ۳مه) ويلي، چې عمران خان به نن محکمې ته په هغه کېس کې حاضر شي، چې د ترهګرۍ مخنيوي قانون په رڼا کې پرې ثبت شوی دی.

خو د پاکستان کورنيو چارو وزير رنا ثناءالله ويلي، که محکمه د عمران خان ضمانت قبول نه کړي، نو نوموړی به د محکمې له تالار ونيسي.

عمران خان په اسلام‌اباد کې خپلو پلويانو ته د وروستۍ وينا پرمهال يوه ښځينه قاضي او نور پوليس افسران، د تحريک انصاف ګوند د غړي شهباز ګېل د نه خوشي کولو له امله وګواښل.

له دې سره د اسلام‌اباد په مارګله کې د نوموړي پر ضد قضيه ثبت شوه او عمران يې په کې پر ترهګرۍ تورن شو. نن به مالومه شي چې محکمه په همدې کېس کې د عمران خان ضمانت مني او که نه؟

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...