د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي چې پرون شنبه د (لېندۍ په ۱۳مه) د سرېلانکا له ولسمشر ګوتابايا راجاپاکشا سره خبرې کړي او نوموړي ته يې د پنجاب ايالت په سيالکوټ کې د سرېلانکايي وګړي پریانتا کمارا وژنې له کبله د خواشينۍ مراتب وړاندې کړي.
نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، ولسمشر راچاپاکشا ته يې ډاډ ورکړی چې ياده پېښه به پشپړه بې طرفۍ او روڼوالي سره څېړي او زياته کړې يې ده چې تر دې مهاله يې په تړاو تر ۱۰۰ شکمن کسان نيول شوي هم دي.
عمران خان زياته کړې، له ولسمشر راجاپاکشا سره په خبرو کې يې نوموړي ته ډاډ ورکړی چې ياده قضيه په خپله له نږدې تعقيبوي او دا به مالوموي چې چا د پريانتا کمارا د وژلو او چا يې د ژغورلو هڅه کوله.
د روان ډيسمبر په ۳يمه يو شمېر قهرېدلو پاکستانيانو د پنجاب په سيالکوټ کې پريانتا کمارا چې د کاليو په يوه کمپنۍ کې يې کار کاوه، دين ته د سپکاوي په تور لومړۍ وواژه او له هغې وروسته يې مړی په اور وسځوه.
عمران خان له يادې پېښې سره سم اعلان وکړ چې دا کار د پاکستان لپاره يو له شرم ډک عمل دی.