دافغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په ولسي جرګه کې د فراه د استازې بلقیس روشن په وړاندې د مشورتي لویې جرګې په لومړۍ ورځ د شوي چلند له کبله خواشیني ښودلې او د څېړلو امر کړی دی.
ډاکټر عبدالله عبدالله، تېره شپه پر خپل فیسبوک پاڼه ولیکل”: د جرګې غړي معمولا د سیاسي مسلو په اړه مختلف نظرونه لري. دا د جرګې د تنظیم کونکو مسؤلیت دی چې په خوندي چاپیریال کې د دې نظر څرګندولو لپاره زمینه برابره کړي او پداسې حال کې چې د بیان د آزادۍ اصول ساتي”.
هغه زیاته کړه”:بدبختانه، د اعتراض په جریان کې ، د غونډې یو غړې وړاندې غیر مناسب چلند وکړ.موږ د جرګې چارواکو ته لارښوونه کوو چې قضیه وڅېړي او د جرګې غونډو پرمهال د ورته پیښو تکرار مخنیوی وکړي”.
مشورتي لویې جرګې ته د ولسمشر د پرانیستونکې وینا پر مهال بلقیس روشن هغه شعار اوچت کړ چې ورباندې لیکل شوي وو: “وحشي طالبانو ته باج ورکول ملي خیانت دی.”
افغان ولسمشر محمداشرف غني د وینا پروخت بلقیس روشن ته وویل چې چا ته باج نه ورکوي او پرېکړه د جرګې په غړیو پورې تړلې ده.
مېرمن روشن وروسته د یوې ښځې له خوا په ټېلو- ټېلو د جرګې له تالاره بهر وایستل شوه.